د چین د دولتي شورا معلوماتي دفتر د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په سهار یوه مطبوعاتي غونډه وکړه. د چین د کرنې او کلیوالي چارو وزارت یوه چارواکي د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د کرنې او کلیوالي چارو د لوړ کیفیت پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، له ۱۴م پنځه کلن پلان راهیسې، چین د کرنې په علم او ټېکنالوژۍ نوښت ته لومړیتوب ورکړی او اوس مهال په دې برخه کې د چین نوښت په نړیواله کچه لومړي سر کې قرار لري. ده ویلي چې تر اوسه پورې په چین کې د کرنې علم او ټېکنالوژۍ د نوښت نسبتا جامع سیسټم جوړ شوی چې له ۸۰۰ څخه ډېر د کرنې څیړنیز انسټيټیوټونه او له ۱۲۰ زرو څخه ډېر څیړونکي لري.




































