د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرو اترو لپاره د سیاسي ګوندونو او حکومت له خوا یو اړخېزې هڅې به د دې پروسې د ناکامۍ سبب شي. د دې شورا مشر کریم خلیلي تېره ورځ د یوې غونډې پر مهال په حکومت او سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د سولې لپاره ګډې هڅې وکړي. خلیلي وايي، چې دا بهېر به د نړیوالو همکارانو په ملاتړ او په بینالافغاني مذاکراتو سره پر مخ ولاړ شي. خلیلي ویلي، هغه چاته به اجازه ور نکړي چې دا پروسه ناکامه یا هم د خلکو د غوښتنو خلاف پر مخ لاړه شي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي سید علي کاظمي وویل، چې حکومت ته اړتیا ده، څو د سولې بهیر ښه مدیریت کړي او او پرېنږدې چې ګاونډي هېوادونه ترې ناوړه ګټه واخلي.