د چین او امریکا اقتصادي او سوداګريزو پلاویو پر ځايي وخت د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د هاسپانیې په مادرید کې خبرې اترې وکړې. د چین استازي لي چنګ ګانګ د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه له خبرو اترو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې په تېرو دوو ورځو کې چين او امريکا د دواړو هېوادونو د مشرانو په ټیلېفوني خبرو کې ترلاسه شوې مهمه اجماع عملي کړې، د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګریز مشورتي میکانیزم په چوکاټ کې د متقابلې درناوي او مساواتو پر اساس ولاړې مشورې له لارې د ټیک ټاک مسئلې، د پانګونې پروړاندې د خنډونو د کمولو او د اړوندې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پياوړتیا په اړه روښانه، ژورې او رغنده تبادلې وکړې او د سالم حل لپاره اجماع ته رسېدلي دي.
لي چنګ ګانګ پر دې ټینګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو خبرو لاسته راوړنې په سختۍ تحقق موندلی دی.
ده ویلي چې چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې تېروتنې سمې کړي، محدودیتونه دې ژر تر ژره لغوه کړي او له چين سره دې همکاري وکړي تر څو په مشترک ډول د دواړو لوریو د اقتصادي او تجارتي مشورو لاسته راوړنې وساتل شي او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سالم ، باثباته او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي.




































