په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې لا هم روانې دي، خو تر اوسه دواړو لورو د کوم پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو ویلي، چې د دوی او مریکا تر منځ پنځم پړاو مخامخ خبرې له نهو ورځو بحثونو وروسته تېره ورځ ودرول شوې او نن به بېرته د ناستې ځای ته سره را ټول شي. طالبان ټینګار کوي چې په دوحه کې ژور بحثونه روان دي او یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، چې د امریکایي پوځیانو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول دي. په تېرو لسو ورځو کې ټولې خبرې د تړلو دروازو تر شا شوي او تېر ماښام هم دواړه خواوې پرته له دې چې رسنیو ته څه ووایي د خبرو له ځایه وتي دي. امریکايي لوری هیله مند چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې به پنځم پړاو دا خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.