د بلخ ولایتي چارواکي وايي، چې د مزار– تهران او هرات – مشهد رېل پټلۍ د جوړولو عملي کار په نږدې ورځو کې پیلیږي. د یادې پروژې د همغږۍ لپاره د ایران د رېل پټلۍ یو لوړپوړی پلاوی تېره ورځ بلخ تللی او هلته یې له ځايي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د بلخ مرستیال والي ملا نورالهادي ویلي، چې د مزارشریف – حیرتان پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري. هغه ټینګار کړی، چې سیمهییزه اداره د پروژې د امنیت او همکاریو بشپړ تضمین کوي. د ایران د رېل پټلۍ ادارې استازو ژمنه کړې، چې د ګډو همکاریو په لړ کې به د اورګاډي پټلۍ د ښه خدمت او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.




































