په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په امنيت شورا کې په يوې توضیحي وينا کې ويلي، چې چین پر ايران د امنیت شورا بندیزونو له دوامداره لغوه کېدو ملاتړ کوي او د اړوندې مسودې په حق کې یې موافقه رایه ورکړه.
چين “پر ايران د بندیزونو د ژر بيا پيل” میکانیزم له جبري کړنې سره په کلکه مخالفت کوي او په دې اند دی، چې دا ډول چلند به د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د ایران اټومي مسئلې د حل هڅې زیانمنې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په همدې ورځ پر ايران د بندیزونو د دوامدار لغوه کېدو د مسودې په اړه رایګیری ترسره کړه، خو دغه مسوده تصویب نشوه.




































