د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۱۹مه نېټه ((په نوې زمانه کې د ښځو هراړخیز پرمختګ د هڅونې په اړه د چین ګامونه او لاسته راوړنې)) سپین کتاب خپور کړ.
په دغه سپین کتاب کې راغلي، ښځې د انساني تمدن بنسټ ايښودونکې او د ټولنې پرمختګ هڅوونکې دي. د چین کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته د چین ځانګړي سوسیالیزم نوې زمانې ته داخل شو. چین د ښځو پرمختګ موخه د اقتصاد او ټولنې د ابادۍ په پنځه کلن پلان کې شامله کړه او د ښځو پرمختګ یې د اقتصاد او ټولنې د ابادۍ یو مهم معیار ټاکلی چې ښځې هم د عصري پرمختګ له بریالیتوبونو څخه مساوي ګټې اخیستلی شي، څو د ښځو د نېکمرغۍ او خوندیتوب احساسات لا نور زیات شوي او د دوی پرمختګ دوامدار او تر تضمین لاندې دی.




































