د خوست ولایتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت له نړۍوال هوايي ډګره به د کام ایر شرکت الوتنې د روانې تلې میاشتې له څلورمې نېټې وروسته د تخنیکي معایناتو له امله د لنډمهال لپاره وځنډول شي. د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، دغه ځنډ د عادي اصولو او اړتیاوو پر بنسټ ترسره کېږي چې کال کې یو ځل عملي کېږي او د اندېښنې وړ خبره نه ده. نوموړي زیاته کړه، چې مسافرینو ته ډاډ ورکړ شوی چې الوتنې به د اړینو تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته بېرته پیل شي.




































