د «ستاسو غږ» په نومو مستند فلم چې د بېجینګ د ښار د ادارې کیسه پکې بیان شوې، پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د امریکا د نیویارک په منهټن کې نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم د بېجینګ د ښاري اوسېدونکو لپاره د ټیلېفوني خداماتو پر بنسټ هغه ریښتینې کیسه بیانوي چې د ښار د ادارې او د خلکو د ژوند اندېښنو سره تړاو لري.
په نیویارک کې د چین مرستیال جنرل قونسل ما شیاو شیاو په دې مناسبت جوړ شویو مراسمو کې ګډون او وینا يې وکړه. د نیویارک د علمي او کلتوري نهادونو او د محصلینو استازو په ګډه دغه فلم کتلی دی.
د فلم کتوونکو ویلي چې((ستاسو غږ)) مستند فلم نه یوازې د بېجینګ د ښار د ادارې ځیرکتیا ښيي، بلکې په ټوله نړۍ کې د سترو ښارونو ګډې هڅې او ګډ ارمانونه هم انځوروي.



































