د ۲۰۲۵ کال د بېجینګ کلتوري فورم د مهمو پایلو د اعلان ځانګړې غونډه د سپتمبر د۲۳مې نېټې په شپه په بېجینګ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې «له ابتکار څخه تر عمله: د ۲۰۲۴ کال د چین او بهرنیو کلتوري تبادلو راپور»، « په ۲۰۲۴ کال کې د چین د کلتوري مرکز د جوړولو په اړه لس مهم کارونه» او ډیر نور مهم کلتوري لاسته راوړنې اعلان شوې.
په دې غونډه کې د چین میډیا ګروپ د ۱۲ بهرنیو هېوادونو له مهمو رسنیو سره د مطبوعاتي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ تړونونه اعلان کړل. په دې فورم کې د کلتوري تبادلو او تمدونونو د متقابلو زده کړو د لا پياوړتیا لپاره د یو شمېر نورو مهمو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.



































