په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ګډون وکړ او پر مختلفو خواوو يې غږ کړی چې د بشري حقونو نړيوال مدیریت دې بشپړ شي.
د چين استازي چن شو په دغه غونډه کې د کابو ۸۰ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او ويلي يې دي، اوس مهال څواړخيزم له سختې ننګونې سره مخ دی.
دی وايي چې بېلا بېلې خواوې بايد د ملګرو ملتونو د ۸۰مې کليزې په درشل کې په اصلاحاتو کاري موثريت لوړ کړي، تشريفات دې اسانه کړي، تکراري کارونه دې بند کړي، شفافيت دې پياوړي کړي. هغه لاندې پنځه فقره ييز وړانديز وکړ: لومړی، ملګري ملتونه بايد د مختلفو هېوادونو حاکميت ته په مساوي سترګه وګوري؛ دوهم، ملګري ملتونه بايد د نړيوالو قوانينو مراعات وکړي؛ درېيم، ملګري ملتونه بايد څواړخيزم پلی کړي؛ څلورم، ملګري ملتونه دې د بشريت پر بنسټ کارونه تر سره کړي او مختلف بشري حقونه دې په برابره توګه پرمخ بوزي؛ پنځم، ملګري ملتونه بايد د بشري حقونو نړيوال مديريت بشپړ کړي.



































