د چین د دولتي شورا د معلوماتو دفتر د سپتمبر په ۲۶مه نېټه یوه خبري ناسته تر سره کړه چې اصلي موضوع یې “د ۱۴م پنځه کلن پلان لوړ کیفیت بشپړول” دي.
د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د چین د کارموندنې وضعیت په عمومي ډول ثابت پاتې دی، د کارموندنې جوړښت دوامداره ښه شوی او د کارموندنې کیفیت په پر له پسې توګه لوړ شوی دی. د تېر اګست تر پایه پورې، د چین په ښارګوټو کې ۵۹ اعشاریه ۲۱ میلیونه نوي دندې رامنځته شوې چې ۵۵ میلیونو کسانو ته د کارموندنې له ټاکلي هدف څخه ډېرې دي.



































