د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د مالاوي نوي منتخب ولسمشر ارسور پيټر موساريکا ته د مبارکۍ پيغام لېږلی.
شي جين پينګ ويلي، چې چين او مالاوي يو له بل څخه ملاتړ کوونکي ملګري او همکاران دي. د هغه په وينا، موساريکا په ۲۰۰۷ کال کې د چين او مالاوي د رسمي اړيکو د جوړېدو لپاره مهم خدمت کړی دی او له دې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکو ښه او ثابت پرمختګ موندلی دی، متقابل سياسي اعتماد يې په دوامدار ډول ژور شوی، کاري همکاريزې لاسته راوړنې ډېر زياتې شوې او د ګډې علاقې وړ مسئلو په تړاو یې يو له بل څخه ملاتړ کړی. هغه غواړي له منتخب ولسمشر موساريکا سره متقابل ملاتړ وکړي، د ګټې – ګټې همکارۍ ژورې کړي او د چين او مالاوي د ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره ګډه هڅه وکړي.


































