د معلوماتو له مخې، څه باندې ۵۶۰ جرمني شرکتونه د چين د جيانګ سو ولايت په تای څانګ ښار کې خپلې چارې ترسره کوي، نو د دوی لپاره د چين تر ټولو لويه جاذبه څه ده؟
په دې وروستيو ورځو کې د چين او جرمني سوداګريز فعاليت په تای څانګ ښار کې ترسره شوی او په دې فعاليت کې د يو شمېر جرمني شرکتونو مسئولينو خپل نظرونه شريک کړي دي.

د جرمني د کنور بريمسي ګروپ د چيني څانګې مشر بي ګوانګ هونګ ويلي، چې د چين توليدي مرکز په نړۍ کې تر ټولو ښه دی، سرمايه يې ډېره ټيټه ده، سرعت يې ډېر چټک دی او ډولونه يې ډېر بشپړ دي. کله چې موږ له ستونزو سره مخامخ شو، ځايي حکومت به په چټکه توګه زموږ سره مرسته وکړي. له دې امله موږ په دې سيمه کې خپل توليدي مرکز ته لا نور زیات پرمختګ ورکوو.

د جرمني د وېسېل وېرک شرکت د چيني څانګې عمومي منيجر فران ويلي، چې په چين کې د دې شرکت څېړنيز بهير په چټکه توګه پرمختګ کوي، ښايي په څلورو، شپږو يا اتو اونیو کې به يوه نوې څېړنه پای ته ورسېږي او په مستقيمه توګه به یې تولیدي بهير پيل شي. د هغه په خبره، په تای څانګ ښار کې کسان ډېر لوستي دي او د نړيوال کېدو کچه يې لوړه ده. د ځای کرايه هم ټيټه ده. د هغه په اند، دغه ښار تر ټولو ښه انتخاب دی.



































