د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو، د نړيوالو سازمانونو د مسوولينو، د امريکا، فرانسې، بلاروس، الجزاير، مصر، قزاقستان، مکسيکو، يوراګوي او نيکاراګوا د سياسي او سوداګريزو مشرانو ، کارپوهانو او د خبري رسنيو د استازو په شمول مېلمنو په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ له سي جي ټي اېن سره مرکې وکړې او د دې سازمان له خوا جوړ شويو ناستو کې ګډون وکړ، چې پکې يې د نړيوال مديريت په اړه د شي جين پينګ د وړانديز په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې. هغوي څرګنده کړه، چې د نړيوال مديريت وړانديز پر وخت دی او د نړيوال مديريت لپاره د چين پلان نړۍ ته د يوه مسئولانه لوی هېواد بڼه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش د سي جي ټي اېن له وياند وانګ ګوان سره په مرکه کې وويل، د چين د مشر له لوري يو لړ وړانديزونو حقيقي مسئلو ته ځوابونه ورکړي دي او ملګرو ملتونو له علاقه وړو مسئلو سره مطابقت لري. دغه وړانديزونه د چين روښانه ستراتيژيک منظر او د يوه مسئولانه لوی هېواد بڼه ښيي.

د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي لي جون سي جي ټي اېن ته وويل، چې د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت په اړه د چين څلور وړانديزونه د ملګرو ملتونو د پرمختيايي موخو د پوره کېدو لپاره مثبت ارزښت لري.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي ايويالا د سي جي ټي اېن له وياندې تيان وې سره په ځانګړې مرکه کې د نړيوال مديريت د وړانديز ستاينه وکړه. نوموړې د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ د ملاتړ لپاره د چين د خدمت مثبته ارزونه وکړه.



































