اوس د ډيجيټل سوداګرۍ څلورم نړيوال نندارتون د چين د جه جيانګ ولايت په مرکز هانګ جو ښار کې روان دی. د دې نندارتون په ترڅ کې د ډيجيټلي سوداګرۍ د پرمختګ راپور غونډه د سپتمبر په ۲۶مه نېټه تر سره شوې. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډيجيټلي سوداګرۍ نړيواله صادراتي اندازه په ثابته توګه زياته شوې، چې له ۴.۵۹ ټريلیونو ډالرو څخه ۷.۲۳ ټريليونو ډالرو ته رسېدلې، يانې په منځنۍ توګه هر کال ۱۲.۱ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېر د نړيوالې سوداګرۍ د عمومي اندازې تر زياتوالي لوړ دی. د ډيجيټلي سوداګرۍ زياتوالی ډېر ښکاره دی.
ياد شمېر د ډيجيټلي سوداګرۍ د نړيوال پرمختګ راپور ۲۰۲۶ کې ياد شوی، کوم چې د ملګرو ملتونو د نړيوالې سوداګرۍ مرکز او د ډيجيټلي سوداګرۍ د نړيوال نندارتون کمېټې لخوا جوړ شوی دی. د دې راپور له مخې، د ډيجيټلي سوداګرۍ اوسنی نړيوال وضعيت څو قطبي دی، اروپايي ټولنه، امريکا، چين، برېټانيا او هند د ډيجيټلي سوداګرۍ په برخه کې په نړۍ کې لومړني پنځه ځايونه خپل کړي دي.



































