د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پلاوي مختلفو ډلو د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې له زياتو ځايونو څخه ليدنه وکړه، څو د عمومي منشي شي جين پينګ په هدایت د مرکزي کمېټې پاملرنه او د هېواد د خلکو نېکې هيلې ځايي خلکو ته ورسوي.
د دغه مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې مشر او د دې پلاوي مشر وانګ هو نينګ د دې پلاوي له لومړۍ فرعي ډلې سره د تيمنګوان ښار او بۍ تيون ښار د توليد او ابادۍ له يونيټونو څخه ليدنه وکړه او هلته يې د مېشتو سرتېرو او ځايي اوسېدونکو د توليد، همغږي ژوند او ګډ پرمختګ او د مسلکي روزنو د وضعيت په اړه معلومات تر لاسه کړل.
سربېره پر دې، د دغه پلاوي نورو پنځو فرعي ډلو په شمول يو شمېر ځايونو کاشغر د موعر معبد کنډوالې، د چيني طب روغتون، پوهنتونونو، د صنعتي چارو نمونوي زون، د بادي انرژۍ د برېښنا توليدولو په اړه د نوښت مرکز، د اورمچي د نړيوال ځمکني بندر زون، سيليمو جهيل او د کرنيزو ماشينونو د توليد تصدۍ ته ولاړې او هلته يې د چيني طب د نوښت او پرمختګ، ښوونې، د کليو او کليوالو چارو د سمسورتيا، ټېکنالوژيک نوښت، بهرنۍ سوداګرۍ، ايکولوژيکې ساتنې، کلتوري او سيلانيزو چارو، د تصديو د پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړل.



































