د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې پرون د کور په کور انټرنټ د انتقال پروژې چارې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. دغه پروژه د یاد ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست په همغږۍ، د ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې، ټولګټو چارو ریاستونو او اوبو رسولو آمریت د ګډ ټیم تر څارنې لاندې پلې کېږي. د پروان ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئیس مولوي عتیق الله فیضاني رسنیو ته ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به خلکو ته د انټرنټي خدمتونو او سهولتونو کچه لوړه شي.هغه زیاته کړې چې د انترنټ د کیبل غځولو دا پروژه د چاریکار ښار د درېیمې تر شپږمې ناحیې پورې عملي کېږي او ټولټال به ۷۹ کیلومتره اوږدوالی ولري.




































