د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د افغانستان په تړاو د چين، روسيې، پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غير رسمي غونډه د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسامبلې د لوړې کچې غونډو د اونۍ پر مهال ترسره شوې او يوه ګډه اعلاميه يې هم خپره کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د يادې غونډې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، د افغانستان لپاره د چين ځانګړي سفير يوي شياو يونګ د چيني لوري د استازي په توګه په دې غونډه کې ګډون کړی و. د دغه غونډې ګډې اعلاميې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنې بشپړتيا ته د درناوي په کولو ټينګار کړی او يو ځل بيا يې په افغانستان او دې سيمه کې د هغه هېواد د پوځي اډې له بيا جوړېدو سره مخالفت څرګند کړی کوم چې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه مسئوليت لري.
ګوه جيا کون دغه راز وويل، چې دغه اعلاميه د افغانستان پر ملي حاکميت، خپلواکۍ او ملي غرور د افغان ګاونډيو هېوادونو درناوی او له افغانستان سره د مرستې او د دغه هېواد د ثبات لپاره د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ښيي.
ګوه جيا کون زياته کړه، چين د افغانستان د ګاونډي او يوه مسئولانه هېواد په توګه غواړي چې په مداومه توګه له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان لپاره مرستې برابرې کړي او د دغه هېواد په سوله ييزه بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي.


































