په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي مرستیال استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه ويلي، چې چين په دې خواشینی دی، چې امنيت شورا د ايران د اټومي مسئلې په اړه د ۲۰۱۵ کال هراړخيز تړون او د دې تړون په اړه د امنيت شورا ۲۲۳۱م پرېکړه ليک نه دی تمدید کړی.
د ګنګ شوانګ په خبره، هېواد يې له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه لري، چې سره سينه وساتي، په دوامدار ډول ډيالوګ تر سره کړي، اوسنۍ ستونزه په ښه توګه حل کړي او د کړکېچن وضعيت د لا سختېدو مخنيوي وکړي.
ده ویلي چې چين له امريکا څخه غوښتنه لري، چې د مذاکراتو د بيا پيلېدو لپاره د ايران وړاندیز ته فعال ځواب ورکړي او ژمنه وکړي، چې پر ايران پوځي بريد نه کوي. چين دغه راز له اروپايي لوري څخه غوښتنه لري، چې پر ايران بنديزونه او فشار لغوه کړي.


































