د کمبوډيا د مشرانو مجلس مشر او د دولت سرپرست مشر هون سين د سپتمبر په ۲۶مه نېټه وويل، چې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۶ کلورنو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې لوی برياليتوبونه تر لاسه کړي او سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې مهم خدمات کړي دي.
هون سين په همدې ورځ د چين ولسي جمهوريت جوړېدو د ۷۶مې کليزې په مناسبت په کمبوډيا کې د چين د سفارت په مېلمستيا کې ګډون کړی و. ده وويل، چې چين له تېرو ۷۶ کلونو راهيسې د ابادۍ په بهير کې ډول ډول ستونزې او ننګونې لرې کړې او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، پولي چارو، صنعت او ټېکنالوژۍ په برخو کې د نړۍ یو مهم مرکز پاتې شوی دی.
هون سين زياته کړه، چې چين د کمبوډيا د سوداګرۍ او پانګونې ملکری او مرسته ورکوونکی هېواد دی او د کمبوډيا د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ، اساسي تاسيساتو د ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. هون سين د کمبوډيا او چين ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ او په کمبوډيا کې د چين د پانګونې د زياتوالي په اړه مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه د کمبوډيا – چين سيلانيز کال په نوم فعاليتونه په ښه توګه تر سره کړي او خپلمنځي کلتوري او انساني تګ راتګ پياوړی کړي.



































