د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړي منشي او د دولت رئيس دياز کانېل په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د چين ميډيا ګروپ له سي جي ټي اېن سره ځانګړۍ مرکه وکړه. کانېل د نړيوال مديريت په اړه د شي جين پينګ له وړانديز څخه ملاتړ وښود او ويې ويل، چې دغه وړانديز د انصاف او صداقت پر بنسټ جوړ او د باور وړ دی.
کانېل په دې مرکه کې وويل، چې د نړيوال مديريت وړانديز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د نورو اړوندو وړانديزونو د بشپړولو رول لوبوي او مهم ارزښت لري. د کانېل په خبره، د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ابادۍ جريان پرمختګ موندلی او دا يې ثابته کړې، چې د ټولشموله پرمختګ رامنځته کول او د پرمختګ ګټو ته د ټولو خلکو لاس رسی ممکن کوي. ده ویلي چې چين د ساينس او ټېکنالوژۍ له لارې د خلکو د حقيقي ستونزو د لرې کولو په هڅه کې دی، خلک محورۍ ته لومړیتوب ورکوي او تل د پرمختګ په مفکوره کې د سولې، همکارۍ، دوستۍ او يووالي د اصولو پيروي کوي. کانېل وويل، چې چين د تر لاسه شويو سترو برياليتوبونو او په نړيواله ټولنه کې د جوړ شوي اعتبار پر بنسټ د نړيوال مديريت وړانديز کړی، نو دغه وړانديز د عدالت او صداقت پر بنسټ جوړ او د باور وړ دی.



































