د (( له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه)) او ((د شي جين پينګ د اقتصادي مفکوري پېژندنه)) په نوم ځانګړي پروګرامونه، چې د چين د مېډيا ګروپ له خوا جوړ شوي، د ستمپر له ۲۸مې نېټې څخه د مکاو ځانګړي اداري سيمې پر څو مهمو خبري رسنيو خپاره شوي.
د دغو پروګرامونو د خپرېدو مراسم په همدې ورځ په مکاو کې تر سره شوي. د مکاو ځانګړې اداري سيمې اجرائيوي مشر څن هاو هوي، د چين د مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او په مکاو کې د مرکزي حکومت د اړيکو دفتر دنګ شين څونګ په دې مراسمو کې ګډون او ويناوې کړې دي.



































