د چين د مېډيا ګروپ او د مکاو د بېلا بېلو برخو ترمنځ د همکاريو د پراختيا مراسم د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په مکاو کې تر سره شمول. د مکاو ځانګړې اداري سيمې اجرائيوي مشر څن هاو هوي، د چين د مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او په مکاو کې د مرکزي حکومت د اړيکو دفتر دنګ شين څونګ په دې مراسمو کې ګډون او ويناوې کړې دي.
په دې مراسمو کې د چين د مېډيا ګروپ استازو د مکارو د اړوندو ارګانونو له استازو سره دواړو خواوو د ستراتيژيکې همکارۍ او د فلمي سکټور د همکارۍ چوکاټي تړونونه لاسليک کړي دي. د دې تړونونو له مخې به دواړه خواوې د خبرونو، انساني ځواک د تبادلې، بهرنيو خبري چارو، سپورټي لوبو او فلمونو په شمول برخو کې ژورې همکارۍ پيل کړي.



































