د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ملي اقتصاد او ټولنې پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د څېړنې او طرحې لپاره يوه غونډه تر سره کړه. د يادې مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د غونډې مشري وکړه.
د دې غونډې د پرېکړې له مخې، د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه به د راتلونکي اکتوبر له ۲۰مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.
له دې نه مخکې د ((د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د طرحې په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړانديزونه )) مسودې په اړه د ګوند په دننه او بهر کې نظريې راغونډې شوې وې. د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د راغونډ شويو معلوماتو راپور واورېد او پرېکړه يې وکړه، چې د بحثونو د نتيجې پر بنسټ به بشپړه شوې مسوده د دوولسمې مرکزي کمېټې څلورمې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.


































