د چين او هنګري د کلتوري تبادلې فعاليت چې د چين ميډيا ګروپ، د هنګري د رسنيزو خدمتونو د ملاتړ او د پانګونې مديريت صندوق او د هنګري او چين د دوستۍ ټولنې لخوا په ګډه ترتيب شو او سرليک يې و، راتلونکې ته کتنه او د ګډ برخليک شريکول، پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د هنګري په پلازمېنه بوداپېس کې تر سره شوی دی.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه فعاليت ته يوه ويډيويي وينا وکړه. په هنګري کې د چين سفير ګونګ تاو، د هنګري د کلتور او نوښتي چارو ملي سکريتر، د هنګري د رسنيزو خدمتونو د ملاتړ او د پانګونې مديريت صندوق مرستيال، د هنګري او چين د دوستۍ ټولنې مشر، د بوداپېس د تخنيک او اقتصاد پوهنتون د ساختماني پوهنځني مشر په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی.



































