د چين دوه وای ـ ۲۰ بار وړونکې الوتکې چې له سيلاب ځپلو سيمو سره د چيني حکومت لومړۍ جوپه بېړني مرستندويه توکي پکې بار وو، د سپتمبر د ۲۸مې نېټې په سهار کابو ۱۰ بجو د پاکستان اسلام اباد ته نږدې د راولپنډۍ ښار په نور خان هوايي پوځي اډه کې کښته شوې دي.

په دغو دوو بار وړونکو الوتکو کې ۳۰۰ خيمې، ۹۰۰۰ فرشونه او نور مرستندويه توکي وو.
د پاکستان د سرحدي چارو وزير امير مقام او طبيعي ناورينونو ته د رسيده ګۍ ادارې مشر نعيم مالک او په دغه هېواد کې د چين سفير جيانګ ځای دونګ د دغو مرستندويه توکو د تسليمۍ په مراسمو کې ګډون کړی دی.



































