د چين خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت له خپلې سيالې چوی سون هوی سره وکتل.
د چين خارجه وزير وانګ يي د کتنې په ترڅ کې ويلي: د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ او د ډيوکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي کيم جونګ اون د روانې میاشتې په پيل کې تاريخي اهميت لرونکې غونډه جوړه کړه او مهمې اجتماع ته ورسېدل چې له مخې يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختيايي لوری روښانه او کُلي نقشه يې ټاکلې ده.
ده وویل: زموږ دنده دا ده چې د دوی شوې مهمې اجتماع پلې کړو، خپلمنځي تماسونه زيات کړو، تګ راتګ او همکارۍ مو پياوړې کړو، د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوو او د سيمې سوله او پرمختګ په ګډه پرمخ بوزو.

د ډيموکراتيکې کوريا خاجه وزيرې چوی سون هوی د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، د دواړو ګوندو او هېوادونو د عالي مشرانو تاريخي کتنې د سوسياليزم په محور د دواړو خواوو د اړيکو پرمختګ ته ستراتيژيکه لارښوونه او محرکه قوه برابره کړې ده. دا وايي، ډيموکراتيکه کوريا هيله لري چې له چيني لوري سره د دواړو هېوادونو اړيکې لا لوړې سويې ته ورسوي.



































