د کاپیسا ولایت د مستوفیت ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴ کال په دویمه ربعه کې څه باندې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره د اسلامي امارت ټول مالي مصارف له داخلي عوایدو تمویلېږي. ځایي مسوولینو له ټولو دولتي ادارو، سوداګرو او د عوایدو له مسوولین وغوښتل، چې د عوایدو په راټولولو کې لا زیاته هڅه او همکاري وکړي. ورته مهال د کاپیسا مستوفي مفتي عبدالخالق حقاني ویلي، چې د مالي کال په لومړۍ ربعه کې ۴۰ میلیونه ۲۸۵ زره افغانۍ عواید راټول کړل شوي وو او دا شمېر په دویمه ربعه کې ۴۰ میلیونه ۳۶۶ زره افغانیو ته لوړ شوی، چې له مخې یې په عوایدو کې شاوخوا ۸۰ زره افغانیو زیاتوالی راغلی دی.




































