په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي وايي، په دغه هېواد کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو څخه ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري. اویوالي د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه ویلي، د سواد زدهکړې او لومړنیو مهارتونو په برخه کې پانګونه د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه ده. نوموړي ټینګار کړی چې هر ماشوم باید د لوستلو، زدهکړې او د خپل استعداد د غوړېدو فرصت ولري.































