د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د سپتمبر په ۳۰ مه په ټولنیزو رسنیو کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۶مې کلیزې په پار مبارکي وویله. هغه د چین د ولسي جمهوریت د پام وړ پرمختیایي لاسته راوړنو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ د قوي دوستانه اړیکو ډېره ستاینه وکړه.
مادورو وویل چې ۷۶ کاله دمخه، د چین فقيد مشر ماو ځه دونګ نړۍ ته د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو اعلان وکړ. چین له نه ماتیدونکې ارادې سره خپله تاریخي لاره بدله کړه او یو پیاوړی او خپلواک هېواد شو.
مادورو د وینزویلا د پخواني فقيد ولسمشر هوګو چاویز له قوله وویل چې چین یو مخ پر ودې غیر امپریالیستي او غیر استعماري هېواد دی چې د خپلې پرمختيايي بڼې د ټینګېدو پر مهال هم په فعاله توګه پرمختګ او همکارۍ ته وده ورکوي.



































