په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وويل، که چیرې امریکا په مکرر ډول له خپل ویټو حق څخه ناوړه ګټه نه وای اخیستې، نو د غزې کړکېچ ته د امنیت شورا ځواب به دومره نامطلوب نه و. امریکا د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه یو ځل بیا د غزې مسئلې په اړه د امنیت شورا د مسودې رد کړې، چین په دې اړه خواشیني څرګنده کړه.
فو څونګ وویل، نږدې دوه کاله کېږي چې په غزه کې جګړه روانه ده او د ملکي خلکو د وحشتناکو تلفاتو او د داسې انساني فجایعو لامل شوې چې د بشریت اصل او وجدان او د نړیوالو قوانینو حاکمیت يې تر پښو لاندې کړی دی.
چین له اسراییلو څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه په غزه کې ټول پوځي عملیات ودروي او د غزې ښار د نیولو لپاره خپل خطرناک پلان ودروي.



































