د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې ورځو کې د تيانجن پوهنتون ټولو ښوونکو او محصلينو ته يو پيغام استولی او د دغه پوهنتون جوړېدو د ۱۳۰مې کليزې په درشل کې يې مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې هيله وښوده چې د تيانجن پوهنتون ټول ښوونکي او محصلين په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي مفکورې په رڼا کې د ملي ستراتيژيو د اړتيا له لحاظه خپل ښوونيز او علمي اصلاحات ژور کړي، څېړنيزې او علمي ستونزې ليرې کړي او د بااستعدادو کسانو کيفيت لوړ کړي څو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته لا زيات خدمتونه وکړي او د ځواکمن هېواد ابادي او د چيني شکله عصريتوب پرمخبوزي.
تيانجن پوهنتون په ۱۸۹۵ کال کې جوړ شوی او د چين د لومړي عصري پوهنتون په توګه بلل کېږي.



































