د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د سينګاپور ولسمشر تارمن شانموګاراتنام لارنس وونګ د اکتوبر په ۳مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګېدو د ۳۵مې کليزې په مناسب يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي، چې چين او سينګاپور له تېرو ۳۵ کلونو راهيسې پر متقابل درناوي او باور او د ګټې – ګټې پر همکارۍ ټينګار کړی او د بېلا بېلو برخو په همکاريو کې يې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. شي جين پينګ هيله څرګنده کړه، چې له سينګاپور سره د خپلمنځي رسمي اړيکو ټينګېدو د ۳۵مې کليزې په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيز او باکيفيته شريکات پياوړي کړي.
د سینګا پور ولسمشر هم په خپل پيغام کې ویلي، چې دواړو هېوادونو په ۲۰۲۳م کال کې خپلمنځي اړيکې د راتلونکي پر مخ هراړخيز او باکيفيته شراکت ته لوړې کړې او د دواړو خواوو د حکومتونو همکاريزو پروژو ته وده ورکړې. ده په دې اړه باور څرګند کړ، چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي همکارۍ او اړيکې به لا پياوړې کړي.
د چين صدراعظم لي چيانګ او د سينګاپور صدراعظم لاورنس وانګ هم په همدې ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګېدو د ۳۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.


































