په ابيې سيمه کې د ملګرو ملتونو لنډمهالي امنيتي پوځ پر ځايي وخت د اکتوبر په لومړۍ نېټه په دې سيمه کې د چين سوله ساتو ځواکونو د چورلکو پنځمې قطعې ټولو افسرانو او عسکرو ته د سولې افتخاري ميډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.
د چين د سوله ساتو ځواکونو د چورلکو پنځمه ډله د تېر کال د ډسمبر په پای کې په ابيې سيمه کې ځای پر ځای شوې ده.
دغه ځواکونه هوايي ګزمې، اکمالات، د ټپيانو او ناروغانو، مالونو او عامو وګړو د لېږ رالېږد دنده پر غاړه اخيستې.
خبر وايي چې دې چورلکو په هوا کې له ۱۹۸۰ ساعتونو څخه ډېر خدمتونه کړي دي.
په لبنان کې د چين د ۲۳م سوله ساتونکي ځواک ۴۷۵ قوماندانانو او سرتيرو ته هم د ملګرو ملتونو د سولې افتخاري ميډالونه ورکړل شوي دي.
دغه ميډالونه د نړيوالې سولې ساتلو لپاره د چين د پوځيانو اقدمات او د يوه لوی مسوولیت منونکي هېواد په توګه د چين رول څرګندوي.



































