د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۴مه نېټه د بنګلهدېش له ولسمشر محمد شهاب الدین چوپو سره د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټینګېدو د ۵۰مې کلیزې په مناسب یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.
شي جين پینګ وویل، چین او بنګلهدېش عنعنوي دوستي لري، له بنګلهدېش سره د چین دوستانه اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګي ګورم. غواړم چې د دواړو هېوادونو د همکارۍ د لا نورې پیاوړتیا او خپلو وګړیو ته د لا نورو زیاتو ګټو د رسولو لپاره له ولسمشر چوپو سره په ګډه کوښښونه وکړم.
ولسمشر چوپو وویل، بنګلهدېش او چین په تېرو ۵۰ کلونو کې د متقابل درناوي او ملاتړ پر بنسټ د همکارۍ ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. بنګلهدېش د سیمې د ارامتیا، ثبات او سمسورتیا د هڅونې لپاره د چین زیارونه او مهم رول لوړ ستایي او له اوږدې مودې راهیسې له بنګلهدېش څخه د چین له مرستو یې مننه څرګندوي. نوموړي باور وښود چې د دواړو هېوادونو همکارۍ به په راتلونکي کې لا نورې زیاتې لاسته راوړنې هم ومومي.
په ورته مهال د چین صدراعظم لي چیانګ د بنګلهدېش لنډمهالي حکومت له لومړي سلاکار محمد یونوس سره یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه هم ولېږل.


































