د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳مه نېټه د لوکزامبورګ نوي پاچا ګویلاومي جین جوزف ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وویل، د چین او لوکزامبورګ ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو له ۵۰مې کلیزې راهیسې، دواړو خواوو تل یو د بل درناوی او په مساوي توګه چلند کړی. اوس د فولادو، پولي چارو او د چټک پسټ په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.
شي جين پينګ هیله وښودله چې د چین او لوکزامبورګ د اړیکو د لا ټينګښت لپاره له ګویلاومي پاچا سره په ګډه کوښښونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسول شي.



































