د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اکتوبر په ۳مه نېټه د سويس په ژنيو کې د خدماتي سوداګرۍ شورا د کلنۍ غونډې درېيمه ناسته جوړه کړه. چيني لوري پکې د امریکا د ” بالمثل تعرفې“ په شمول د يواړخيزم او سوداګريز پروتېکشنیزم په اړه د دغه هېواد پر يو لړ اقداماتو نيوکه وکړه چې د خدماتو پر نړيوالې سوداګرۍ يې منفي اغېزه درلوده او پر امريکا يې غږ وکړ چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان مقرارت مراعات کړي او له مختلفو خواوو سره په ګډو هڅو د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ سالم او ثابت پرمختګ پرمخ بوزي.
چيني لوري د خپل دريځ په سند کې دې ته په اشارې سره څرګنده کړه، خدماتي سوداګري د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي مهم اينجن ګرځېدلی او ګرځي او په نړيوال ارزښتي ځنځير کې د شاملېدو په پار زيات شمېر پرمختيايي هېوادونو ته فرصتونه برابروي. د امريکا د ”بالمثل تعرفې“ تګلارې په اثر نړيواله سوداګري متزلزله کېږي او منفي اغېزه يې د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې هم رامنځته شوې ده.



































