د چين د فضانوردۍ ادارې او د اټومي انرژۍ ملي ايجنسۍ د اکتوبر په شپږمه په ګډه د دغه هېواد د چانګ عه -۶ (Chang’e-6) په نوم د سپوږمۍ د اکتشافي دستګاه پرمټ د سپوږمۍ د پنې شوې برخې څخه د اخیستل شویو نمونو د تحقیقاتو نتیجه خپره کړه.
د دې څېړنې نتيجه ښيي، چې د سپوږمۍ د منټل يا د منځني قشر د تودوخې درجه د دې سیارې د نږدې قسمت په پرتله ډېره یخه ده.
د چيني ساينسپوهانو د يادې څېړنې نتيجه د سپوږمۍ د بدلونونو او ځانګړتياوو په اړه د علمي څېړنې لپاره کليدي معلومات برابروي.



































