د چین له ناورینونو سره د مقابلې کمېټې د اکتوبر په ۵مه نېټه پر ګوانګ دونګ او های نان ولایتونو د «ماتمو» توپان ځپلو سره مرسته پيل کړه.
د چین دولت د دغه توپان زیانونه د څلورمې درجې مرستې مستحق ګڼلي دي.
د چین د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې په بېړنۍ توګه ۲۰۰ میلیونه یوانه بيل کړي چې په یادو دوو ولایتونو کې د توپان له امله د اوښتو زیانونو په جبرانولو به ولګول شي.
دغه پیسې به په عمده توګه د ویجاړ شویو لارو او پلونو، د اوبو لګولو پروژو، د ښوونځیو او روغتونونو په شمول د بنسټیزو تاسیساتو او نورو عام المنعه ځایونو د بیارغونې لپاره ولګول شي تر څو د خلکو ژوند او توليدي چارې په نږدې وخت کې بيرته عادي شي.



































