د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې او د دغه هېواد د حکومت په بلنه، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړی او صدراعظم لي چيانګ به د اکتوبر له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د چين د ګوندي او سياسي پلاوي په مشرۍ د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د جوړېدو د ۸۰مې کليزې په وياړ د لمانځنې په فعاليتونو کې ګډون وکړي او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.
سرچينې ويلي، چې د چين کمونېست ګوند او حکومت تل له ډيموکراتيکې کوريا سره د اړيکو خونديتوب او پراختيا نه بدلېدونکې ستراتيژي ګڼي. چيني لوری غواړي، چې د دې سفر په رڼا کې له ډيموکراتيکې کوريا سره د دواړو خواوو د ګوندونو او هېوادونو د مشرانو د ګډو توافقاتو تر لارښوونې لاندې خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او دوه اړخيزې دوستۍ او همکارۍ ته وده ورکړي.


































