د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اکتوبر په ۶ مه په خپله ۶۰ مه غونډه کې د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حقونو په اړه د چین پیشنهادي قطعنامه د رایو په اتفاق سره تصویب کړه.
دغه قطعنامه د چین له خوا د بولیوي، مصر، پاکستان او جنوبي افریقا په شمول د نږدې ۷۰ هېوادونو په استازیتوب د « نابرابریو د ختمېدو په چوکاټ کې له اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حقونو ملاتړ » په عنوان وړاندې شوې وه.
دغه قطعنامې د څواړخیزم او نړيوالو همکاريو د تقويه کېدو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اړوندو بحثونو او خبرو د ترسره کېدو غوښتنه کړې او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په برخه کې يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو د لوړې کميشنرۍ له کارونو څخه پر ملاتړ ټينګار کړی دی.



































