د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې شمېرنه ښيي، چې د روان کال د سپتمبر تر پای پورې د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو اندازه ۳۳۳۸ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې د اګست په پرتله ۱۶ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه ډالره زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې صفر اعشاريه ۵ سلنه و.
په تېر سپتمبر کې د عمده اقتصادونو د عمومي اقتصادي ارقامو، د پیسو پاليسيو او د بازار د اټکلي موخو د اغېزو له امله د امريکايي ډالرو د شاخص يا انډېکس نوسان رامنځته شوی او د نړيوالو پولي سرمايو بيې لوړې شوې دي. د اسعارو او سرمايو د بيو د بدلون په حساب په همدې مياشت کې د چين د اسعارو اندازه لوړه شوې ده.



































