د چين د کرهنيزو چارو او کليو وزارت خبر ورکړ، د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د هېواد په کليو کې بنسټيز تاسيسات لا پراخېدونکي دي.
د څوارلسم پنځه کلن په موده کې په کليو کې خلکو ته د اوبو سیستم، سړکونو، بريښنا، ګازو او مخابراتو په برخو کې زيربنايي خدمتونه په چټکۍ رسېدلي او د نوي شکله بنسټيزو تاسيساتو ابادي هم ګړندۍ شوې ده. د ۲۰۲۴کال تر پای پورې د چين په کليو کې د سړکونو عمومي اوږدوالی ۴ميليونه ۶۴۰زرو کيلومترو ته رسېدلی، د هېواد شاو خوا دېرش زرو علاقه داريو او څه د پاسه ۵ لکو کليو ته پاخه سړکونه غځېدلي دي. په ۹۴ سلنه کلیو کې د څښاک اوبو سیستم نصب شوی او د کلیو ۶۵ سلنه نفوس د ابو برابرولو د لویو پروژو له نعمت څخه برخمن شوي دي. په کليو کې د بريښنا شبکې انډول ۹۹اعشاريه ۹سلنې ته رسېدلی او د ۲۹ ولايتونو په هره ولسوالۍ کې د بريښنا اضافه کولو سټېشنونه جوړ شوي، له ۹۰سلنې زياتو کليو کې پنځه جي سيګنال کارول شوی.



































