د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اکتوبر له شپږمې نيټې څخه تر اوومې نېټې پورې د سويس په ژنيو کې د دې سازمان د عمومي شورا د روان کال څلورمه غونډه تر سره کړه. چين پکې اړونده اجنډا ترتيب کړې او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان پر غړو يې غږ کړی چې له مخ په زیاتېدونکې سوداګريزې بې نظمۍ سره په ګډه مقابله وکړي او د څو اړخيز سوداګريز ميکانیزم کليدي ارزښت او اصول وساتي.
په دې سازمان کې د چين دايمي استازي لي يونګ جي ويلي چې د امريکا د سوداګرۍ تګلارې د نړۍ اکمالاتي ځنځير او بازار ته زيانونه رسولي چې دا کار په نړۍواله سوداګرۍ کې د بې نظمۍ اصلي سرچينه ګرځېدلی دی. دغه راز امريکا پر نورو هېوادونو د يو اړخيزو مالياتو د لګولو له لارې ځينې غړي دوه اړخيز تړون لاسليک ته مجبور کړي دي.
خبر زیاتوي چې د امریکا دې کړنو د درېيمې خوا پر حقه حقونو منفي اغيزه کړې او له دې کبله هغو سوداګريزو اړيکو چې د زور پر اساس ټينګې شوې، د اصولو پر اساس جوړ شوی څو اړخیز سوداګريز ميکانيزم زيانمن کړی دی.
لي يونګ جي همدارنګه ويلي چې د سوداګرۍ د مخ په زیاتېدونکې بې نظمۍ پر وړاندې چين لاندې درې فقره ييز وړانديز کړی:
لومړی دغه سازمان دې شفافيت او څارنه لا پياوړې کړي، دویم دا چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان دې د اصولو پر بنسټ د څو اړخیز سوداګريز ميکانيزم پر کړې ژمنې ټینګار وکړي او درېیم دا چې غړي هېوادونه دې د دې سازمان د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره اغيزمن اقدامات وکړي.
د اروپايي ټولنې، برازیل، استراليا، سويس او پاکستان په شمول د څو هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان پر غړو غږ کړی چې په دې سازمان کې دې اصلاحات راشي او د هغه د بنسټيزو اصولو ساتنه دې وکړي.



































