د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د ښځو نړيواله سرمشريزه غونډه به د اکتوبر له ۱۳مې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. ده ویلي چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ به د دې غونډې په افتتاحیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.


































