د چین د ملي جشن رخصتي د اکتوبر په لومړۍ نېټې پيل او په ۸مې نېټې پای ته ورسېده. چيني سیلانيانو په دې موده کې په کور دننه او بهر سیلانيز بازار ګرم ساتلی و.
چيني سیلانيان د ملي جشن د رخصتۍ پرمهال د نړۍ مشهورو ځايونو ته په سيلانۍ او چکر وتلي دي.
د نړۍ ګڼو رسنیو د چين د ملي جشن د طلايي رخصتۍ په اړه راپورونه ورکړي دي. د امریکا اراونډ د ورډ (Around the World) مجلې په يوې لیکنې کې ويلي، چې چین د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې د سیلانۍ بې سارې وده تجربه کړې ده. د ناروې په یوه کوچني ټاپو کې د سیلانیانو له امله ټرافیک جام شوی و او ټول پوهېدل چې چینایان په رخصتۍ وتلي دي.
په چين کې د ملي جشن په وياړ ۷ ورځې رخصتي وي، خو سږکال تصادفاً سپوږمۍ اختر هم ورسره يو ځای شوی و، نو رخصتي يې ۸ ورځې وه. دا د چينايانو لپاره يوه ” طلایي اوونۍ” وه.
راپورونه وايي، ښايي د چين دننه خلکو د دغې رخصتۍ پرمهال شاوخوا ۲ ميليارډه او ۴۳۲ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی وي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
په چين کې د رخصتيو پرمهال د فلم يا سینما بازار هم ګرم وي. شمېرې ښيي، په چين کې د سږني جشن د رخصتۍ د ۸مې ورځې د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د پلورل شويو فلي ټکټونو ارزښت ۱ اعشاريه ۸ ميليارډو يوانو ته رسېدلی دی.
د چین حکومت په روان کال کې د لګښت هڅولو تګلارې پلې کړي او کورنۍ تقاضا يې پراخه کړې ده.
د یادونې ده، د چين د ملي جشن رخصتۍ کې زرغونو او ځیرکو توليداتو هم ډېر مشتريان راجلب کړي وو.
د عمده او پرچون انلاین سوداګرۍ مالومات ښيي، چې په چين کې د ملي جشن د رخصتۍ په لومړیو ۴ ورځو کې د زرغونو خواړو پلور د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاریه ۱ سلنه او د ځيرکو کورنیو محصولاتو پلور د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوی و.
ډېرو چيني سیلانيانو د ” طلایی اوونۍ” په جریان کې بهر ته سفرونه کړي او په ورته وخت کې بهرني سیلانیان د چیني کلتور د تجربه کولو لپاره چین ته تللي وو.
رسمي شمېرې ښيي، د چين د ملي جشن د رخصتۍ په جریان کې بهرنیو هېوادونو ته د چیني سیلانيانو ورځنی شمېر له ۲ میلیونو څخه ډېر و، چې په دې کې جاپان، کوریا جمهوریت او د جنوب ختيځې اسیا هېوادونو ته د چیني سیلانیانو شمېر د پام وړ زیات و.
د تایلنډ ټي ټي ار (TTR) مجلې په يوه راپور کې ويلي، چې په رخصتۍ کې د سیلانيانو شمېر دومره مهم نه دی، بلکې د سیلانيانو تګ ـ راتګ او لګښت مهم دی او دا د باور سمبول هم دی. د چین د سیلانۍ وده د راتلونکو سیلانيزو چارو د دوامدار پرمختګ نښه ده.
د چین د ملي جشن په رخصتۍ کې د چینایانو لګښت یو ځل بیا د دغه هېواد د اقتصاد پياوړی انعطاف په ګوته کړی دی.نړیوالو پولي بازارونو په دې وروستیو کې خپل پام چین ته اړولی او بهرنيو پانګوالو په چیني بازار کې پر پانګونې باور ښودلی دی.
سوداګرۍ نړیوال سازمان د روانې میاشتې په ۷مې نېټې په يوه راپور کې د ۲۰۲۶م کال لپاره د سوداګرۍ د پرمختګ وړاندوینه له ۱ اعشاریه ۸ سلنې څخه صفر اعشاریه ۵ سلنې ته ټیټه کړې ده.
ياد سازمان ويلي، ياده وړاندوينه یې د نړیوال اقتصاد د کمزورې سمسورتيا او د امریکا د تعرفو د پالیسیو له امله ټيټه کړې ده.
برعکس، د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د چین د سوداګریزو توکو وارداتي او صادراتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۵ سلنه زیات شوی او د روان کال په لومړۍ نیمایي کې يې د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاریه ۳ سلنه زیات شوی دی.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان ارزونه ښيي، چې چین د سوداګرۍ او نورو چینلونو له لارې پر نړیوال اقتصاد مثبت اغېزه کړې او “کلک ملاتړ” يې ورته برابر کړی دی.



































