د چين د فلم ملي ادارې شمېرنه ښيي، چې د روان کال د ملي جشن په رخصتۍ کې د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت يو ميليارډه او ۸۳۵ مليونو يوانو ته رسېدلی او د کتوونکو شمېر ۵۰ مليونه او ۷۰ زره تنه و. سرچینه وايي چې د فلم د هر ټکټ منځنۍ بيه ۳۶.۶۴ يوانه وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۷۵ يوانه کمه وه او د کموالي انډول ۹ اعشاريه ۲۸ سلنه و. په پلور شويو فلمي ټکټونو کې د چين لخوا جوړ شويو فلمونو د ټکټونو ونډه ۹۸ اعشاريه ۹۳ سلنې ته رسېدلې.
د ملي جشن په رخصتۍ کې په له چيني فلمونو سره د کتوونکو د خوښي کچې په اړه يوه پلټنه ښيي، چې په دې رخصتۍ کې نندارې ته د وړاندې شويو فلمونو په اړه د خوښۍ نمره ۸۵ اعشاريه ۴ ده او دغه رقم د تېر کال د ورته پلټنې د نتيجې په پرتله ۲ اعشاريه يو لوړوالی ښيي او په نژدې څلورو کلونو کې تر ټولو لوړ دی.
په دې رخصتۍ کې د مختلفو موضوعاتو او ډولونو فلمونه نندارې ته وړاندې شوي او د مشتريانو متنوع اړتياوې پوره کړې دي. په دې پلټنه کې د کتوونکو د نظريو له مخې ۷ فلمونو ته نمبرې ورکړل شوي او ورڅخه د ۳ فلمونو نمرې له ۸۵ لوړې دي، چې فلم ((داوطلبان؛ د سولې لپاره سخته جګړه)) د ۸۷ اعشاريه ۲ نمرې په ګټلو سره په درجه بندۍ کې لومړی مقام نيولی دی.



































