د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د ترکمنستان د ولسي جرګې د مشرې دونياګوزيل ګلمانويا په بلنه د اکتوبر په ۸مه نېټه ” د بې طرفو ملګرو ډلې “د غړو هېوادونو د پارلماني مشرانو دوهمې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه.
جاو له جي په خپله وينا کې ويلي، چې دغې ډلې د جوړېدو له ۵ کلونو راهيسې د بې طرفه پاليسۍ د هڅولو پر محور د ورته دريځ لرونکو هېوادونو لپاره د متقابل باور او همکاريو د پياوړتيا او د څواړخيزم د عملي کولو ګټور پلېټفورم برابر کړی.
(( د پارلمانونو ترمنځ ډيالوګ؛ د نړيوالې سولې او باور د ډاډمنولو مهمه لار)) د دې غونډې اصلي موضوع ده. جاو له جي دغه مطلب پر وخت او مهم ارزښت لرونکی او بللی او ويلي يې دي، چې د عادلانه او مناسب نړيوال مديريت هڅول او د انسانانو ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمت کول د تقنيني ارګانونو مسئوليت دی. نوموړي هيله ښودلې، چې د دې ډلې له نورو غړو هېوادونو سره په ګډه د نړيوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت وړانديزونه عملي کړي، يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، د څواړخيزم د بيا سمسورتيا لپاره هڅې وکړي، د نړيوال مديريت سيسټم اصلاح او بشپړ کړي او د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيسټم او د نړيوال قوانينو پر بنسټ جوړ نړيوال نظام وساتي.



































