تازه شمېرنه ښيي، چې د چين د ملي جشن او سپوږمۍ اختر په رخصتۍ کې د چين د مصارف بازار رونق موندلی دی. د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ۷۸ عمده سلانيزو سړکونو د مشتريانو شمېر او د خرڅلاو اندازه په جلا جلا توګه ٪ ۸.۸ او ٪ ۶ زياتوالی ښيي. د دغه هېواد د پرچون خرڅلاو د لويو شرکتونو او رسټورانټونونو کې د خوړو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ٪ ۲.۷ زياته شوې ده.
د سوداګرۍ د مشهورو انلاين پلېټفورمونو د شمېرنې له مخې، په دې رخصتۍ کې د ژوند د ځيرکو توکو د خرڅلاو اندازه ۱۴ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
بر سېره پر دې، د خدماتو مصارف هم زيات شوی. د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې، د دې رخصتۍ لپاره د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت له يو ميليارډ او ۸۳۵ ميليونو يوانو زيات و.



































